Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوستم د څوکۍ له حذفه د نوموړي راتګ ته زمینه برابرولو پورې

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ، له عدلي او قضايي ادارو، احمد ایشچي سره د جنرال عبدالرشید دوستم د ناسم چلند د قضیې وروستي کېدل غوښتي د دې لپاره چې خپل دفتر ته د جنرال دوستم د ستنیدو څرنګوالی روښانه شي، خو د ښاغلي دوستم یو ویاند وایي، حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال ځای ګی معلوم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړی مرستیال ویاند، بشیراحمد ته‎ینج وايي چې د جنرال دوستم ځای مالوم دی او هغه کسان چې په دې اړه تبصرې کوي، له قانون څخه خبر نه دي.

دی زیاتوي:«د (جنرال دوستم) ځای په اړه تبصره کول له قانون څخه بې‎خبري ده او دوی د دې حق لري چې خپلې غوښتنې، اعتراضونه او مطالبات په هر ډول د نظام په اړه مطرح کړي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه غړې، د ولسمشر د لومړي مرستیال د قضیې د برخلیک روښانیدل، د هېواد اوسني وضعیت لپاره خورا مهم بولي.

د ولسي جرګې غړې، سیمین بارکزی څرګندوي:«د افغانستان دولت باید دې موضوع باندې جدي پام وکړي او په ځانګړې توګه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ډېره مهمه ده، د هېواد حالات هم ماتېدونکي دي او باید چې دا موضوع ژر وڅېړل شي.»

له دې سره چې د جنرال دوستم او احمد ایشچي ترمنځ د اختلاف له پیل او د کابینې غونډې ته د جنرال دوستم له نه حاضریدو وروسته، د ده څوکۍ پر خپل ځای وه، خو د کابینې د تېرې اونۍ د غونډې تصویر کې د ښاغلي دوستم څوکۍ په خپل ځای کې نه لیدل کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا موضوع عادي بولي او نه غواړي په اړه یې نور جزییات وړاندې کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ اختلافونو ورسته تر هغه زور واخیست، چې حکوممت له احکد ایشچي سره د ناسم چلند د ادعا د څېړنې ژمنه وکړه.

وروسته بیا د ولسمش ميرمن وویل، چې جنرال دوستم په کورني کې بند کې دی. ښاغلی دوستم کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د درملنې لپاره ترکیې ته تللی، خو ځينې سرچیني وایي، حکومت دی، د هېواد پرېښودو ته اړ کړی دی.
 
له احمد ایشچي سره د جنرال دوستم بد چلند په اړه د جنرال دوستم برخلیک مالومولو باندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ټينګار سره، د جنرال دوستم یو ویاند هم پر دې موضوع تاکید کوي

شریک یي کړئ