Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوه ساعتونو لپاره د فراه شېبکوه قلعه کاه ولسوالۍ پرځېدل

د فراه ولایت قومي مشران او نورې سرچینې وایي، چې طالبانو تېره شپه پر شېبکوه قلعه کاه ولسوالۍ بریدونه کړي وو او څو ساعته یې دغه ولسوالۍ نیولې وه.

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال مراد علي مراد د دغې ولسوالۍ پرځېدل مني، خو وايي چې امنیتي ځواکونو له څو ساعته وروسته بېرته د دغې ولسوالۍ اداره په خپله ولکه کې کړه.

ښاغلي مراد زیاته کړه:«په فراه کې یوه پراخه برید شویه وه یو یا دوه ساعته دغه ولسوالۍ تخیله شوې وه، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان بېرته له هغه ځایه وباسي.»

د قوم دغه مخور وايي، د دې ولسوالۍ د پرځېدو یو لامل، د بسندویه سرتېرو نشتوالی دی.

د فراه ولایت قومي مخور عبدالستار حسیني په دې اړه وویل:«د پرځېدو لامل په دغې ولسوالۍ کې د بشپړه پرسونل او د روزل شویو افسرانو نشتوالی، د مخالفینو د نفوذ لامل شوی چې په دوه ساعتونو کې یې پوځي تاسیسات ویجاړ کړل.»

دغه راز، په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی ادعا کوي چې د دغه ولایت په نا امنه سیمو کې د وسله والو طالبانو شتون د دې ولسوالۍ د پرځېدو لامل شوی دی.

دی له حکومته غواړي چې دغه موضوع په جدي ونیسي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عثماني فراهي په دې اړه څرګنده کړه:«ما امنیتي چارواکو ته هم وویل چې ملا هبت الله فراه ته راغلی او د دغې ولسوالۍ د پرځېدو یو لامل هم همدا موضوع ده چې باید جدي وانګېرل شي.»

خو د فراه سیمه‎ییز چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت ښه کېدو خبر ورکوي. او د دغه ولایت د شېبکوه قلعه کاه ولسوالۍ پرځېدن نه مني.

د فراه د والي ویاند نصیر مهري وویل:«اوس ټوله ولسوالۍ تر کنټرول لاندې ده او له سیمې تښتېدلي دي او د دې په هڅه کې یوو چې د هغوی مسیر پيدا کړو چې په کومه خوا تښتېدلي دي.»

د فراه ولایت اوسېدونکي وايي، چې له یوې اوونۍ را په دې خوا د دغه ولایت په ډېریو برخو کې مخابراتي شبکې بندې شوې دي.

خو طالبانو یوازې په فراه کې نه بلکې تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ ډله‎یز برید کړی دی.

د غزني سیمه‎ییز چارواکي مني چې په دغې ولسوالۍ د طالبانو په ډله‎‎یزو بریدونوکې له شلو ډېر ملکیان وژل شوي دي.

د شپې لس بجې وې چې د فراه ولایت شیبکوه پر ولسوالۍ وسله والو طالبانو  برید وکړ او په دوه وو  ساعتونو کې يې دغه ولسوالي ونیوله.

شریک یي کړئ