Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راتلونکې اوونۍ په لړ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش احتمالي پیل

د نفوذو د احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط، وايي چې ولسمشر دغه بنسټ ته حکم کړی ترڅو د راتلونکې اوونۍ په لړ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

شاغلي محتاط د ولسمشر د خولې په خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلي دي:«په نېږدې راتلونکو ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالی ونیسئ. غواړم چې ژر تر ژره خپله برېښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کړم.»

ښاغلی محتاط زیاتوي چې ولسمشر غني همدارنګه ټینګار کړی چې د مختطلې کمېټې د کار د بې پایلې پاتې کېدو او د ولسي جرګې د درې ثلثو په واسطه د تقنیني فرمان له رد سره د هغوی پرېکړې ته به درناوی وشي او د پرېکړې په مطابق به یې اړین تغییرات راوړي.

هغه زیاته کړه:«زموږ اداره د ولسمشر د لارښوونې په مطابق په راتلونکې اوونۍ کې د دفتر له همغږۍ سره یې د لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼې مراسم به ترسره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر په وروستیو کلونو کې د قوم او ملیت کلیمو د لیکو پر سر اختلافونه رامنځته شوي دي.

شریک یي کړئ