Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روښنایي غورځنګ د خپلو غوښتنو پر منلو ټینګار کوي

د دغې غورځنګ غړي وایي چې له حکومت سره به په خبرو کې د خلکو له غوښتنو تېر نه شي.

د خبرو اترو د ځای او د هغه کمېسیون دغړو روښنانه کول چې تمه ده د دغې غورځنګ له غړو سره خبري اتري وکړي د روښنایي غورځنګ له شرطونو څخه دي.

اخوا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا د دغه غورځنګ له غوښتنو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د دغه غورځنګ او نورو ټول بهیرونو غوښتنې باید په عدالت باندې ولاړي وي.

دوی د شمع په لګولو، شعر او ترانو ویلو سره د هغو وژل شویو یادونه کوي چې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي، دغو کسانو تېر کال د روښنايي بهیر په نوم لاریون وکړ.

له هغې د یوه کال په تېرېدو سره دغه بهیر تراوسه هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.

حکومت له دې مخکې له روښنایي بهیر سره د خبرو غوښتنه وکړه، خو د دغه بهیر د ولسي شورا غړي یو لړ شرطونه لري او ظاهرا له ولسمشر سره د دوی له کتنې سره سره دا غوښتنې نه دي منل شوې.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار هم د روښنايي بهیر غړو ته یو لړ څرګندونې کوي.

د تېر کال د زمري په دوهمه په سلګونه تنو د حکومت په وړاندې لاریون وکړ، خو د دهمزنګ په څلور لاره کې پر لاریون کوونکو په ځانمرګي برید کې په لسګونه تنه مړه او ټپيان شول د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست.

شریک یي کړئ