Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې بهیر؛د افغان حکومت او طالبانو پر خبرو اترو د روسیې ټینګار

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټين له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره تېره ورځ (د وري په ۸ مه)په مسکو کې د یوې لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د پراختیا له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو ټینګار وکړ.

پوتین وویل:«موږ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او په دې هېواد  کې مو د ملي سولې پر ارزښت ټینګار وکړ، روسیه باور لري چې ایران د افغانستان په اړه د فبرورۍ په خبرو کې اغېزمنه مرسته کړې، د دغو خبرو موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پيلول دي.»

له بلخوا افغان حکومت تمه لري چې روسیه له هغو هېوادونو سره چې ترهګرو ته پناه ورکوي جدي چلند وکړي.

ټاکل شوې چې مسکو د اپریل په څوارلسمه نېټه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د سیمې د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون د درېیمې غونډې کوربه وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند خیرالله آزاد وویل:«زموږ تمه دا ده چې مسکو په سیمه کې پر خپلو نویو دوستانو فشار راوړي ترڅو هغوی د ترهګرو په اصلي پټڼ‎ځایونو چې د افغانستان،روسیې او د سمې د هېوادونو ګډ دښمن دي لازم فشارونه راوړي.»

له بلخوا په افغانستان کې د روسيې د رول زیاتېدو په دې ورځو کې اروپايي هېوادونه هم اندېښمن کړي دي، لکه څنګه چې په پاکستان کې د اروپايي ټولنې استازي په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او له چین څخه یې وغوښتل چې د یوه مسؤول قدرت په توګه د افغانستان په کړکېچ کې رول ولوبوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالشکور سالنګي څرګنده کړه:«د امریکا ډېر حضور،روسیې ته ډېره وېره رامنځته کوي او همدارنګه،له افغانستان سره درسیې ډېر نېږدېوالی د امریکا لپاره وېره رامنځته کوي.دا شخړې شتون لري.خو دا چې افغانستان څه ډول کولای شي په دغو شخړو کې خپله زیانمنونکې کچه کمه کړي،هغه د افغانستان د بهرني سیاست مدیریت پورې تړاو لري.»

روسیې منلې چې له طالبانو سره اړیکې لري له بلخوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس ویلي مسکو په افغانستان کې د داعش پرخلاف د مبارزې لپاره له طالبانو ډلې سره اړیکې ټینګې کړې دي.

شریک یي کړئ