د سولې عالي شورا وايي کهچېرې طالبان سولې ته شین څراخ وښيي، د افغانستان په هره څنډه کې چي غوښتي وي هغوی ته به دفتر پرانیزي.
د سولې د عالي شورا ځيني غړي چې کندهار ولایت ته تللي دي وايي چې حکومت له هر ډول قید او شرط څخه پرته چمتو دي له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
د سولې د عالي شورا قاضي حبیب الله وویل:«افغان حکومت او د سولې عالي شورا چمتو ده هر میکانیزم چې طالبانو ته د منلو وړ وي، د هغه پر بنسټ خبرې اترې وکړي.»
د سولې د عالي شورا غړی مولوي یادګار صفي څرګنده کړه:«موږ په دې پوهېږو چې اباد واټونه مو لرل چې د سولې په نشوالي کې ویجاړ شول، اباد شوي ښوونځي مو لرل چې په هغه کې درس جریان در لود؛ یا ویجاړ شوي او یا هم دروازه یې تړل شوې ده.»
په همدې حال کې د کندهار ولایت قومي مشران له طالبانو غواړي چې د هېواد د امنیت د تامین لپاره باید د حکومت دغې غوښتنې ته شین څراخ وښيي.