Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې په بهیر کې دې د ښځو ونډه پراخه شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د شنبې په ورځ وویل، چې باید افغان ښځو ته د سولې په بهیر کې زیاته ونډه ورکړل شي. نوموړي د حکومت په بېلابېلو پروګرامونو په تیره بیا د سولې په برخه کې د ښځو د ونډې په پراختيا ټينګار کوي.

دی د سولې په بهير کې د ښځو د ونډې ډیریدو لپاره د حکومت لخوا ترسره شوې چارې کافي نه بولي او زیاتوي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد په دغه بهیر کې د ښځو ونډې د زیاتولو لپاره ډیر څه وکړي. په دې غونډه کې ګډونوال په مدني، سیاسي او د سولې په خبرو کې د ښځو پر فعالې ونډې ټینګار وکړ.

د ښځو چارو د وزارت مرستیاله، سیده مژګان مصطفوي وايي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزارت د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د هڅو تر څنګ د سولې ټینګښت لپاره د دوی د پاملرنې ته هیله منه دی.»

که څه هم چې یوشمیر دا ګډونوال په بیلا بیلو پروګرامونو کې د ښځو د ونډې پر پراختیا ټینګار کوي خو د ملګرو ملتونو سازمان لخوا پر دغو پروګرامونو نیوکه کیږي.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال، جان هندرا د افغانستان د حکومت ناکامي د ښځو په ناکامۍ پورې اړوند بولي او وايي چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه له بل هر وخت زیات په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې پر پراختیا کار وکړي.

جان هندرا وايي:«افغانستان باید په نارسمي توګه د سولې په برخه کې هم د ښځو حضور پیاوړی کړي، او په دغه پروسه کې د ښځو ونډې د پیاوړې کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.»

د ملګرو ملتونو سازمان دا استازی د افغان ښځو په وړاندې د ستونزو له شتونه اندیښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید په پارلمان او د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د شنبې په ورځ وویل، چې باید افغان ښځو ته د سولې په بهیر کې زیاته و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه