Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوراوي کمېټې برخلیک لاهم روښانه نه دی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنر د ټاکلو لپاره یوه حل لاره ولټوي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«تېره ورځ د ولسمشر دویم مرستیال د نړیوالۍ ټولنې له غړو سره ولیدل او د دې غوښونکی شو چې یوه حل لاره پیدا شي او د نړیوالې ټولنې هم ژمنه وکړه چې نن او یا هم سبا له مشورې وروسته خپل لیدلوری به حکومت ته واستوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره د یوه کمېشنر د غوره کولو په موخه د غوراوي کمېټې د کار د پيلېدو په اړه د ولسمشر غني له حکمه د لسو ورځو په تېرېدو تراوسه هم دا کمېټه کوم پروګرام نه‎لري او د کار د پيلولو لپاره لږ چمتووالی هم نه‎لري.

د غوراوي کمېټې پخوانی غړی یوسف رشید په دې اړه وویل:«د غوراوي کمېټې برخلیک روښانه نه دی او په یوه سر ورکي کې دی او له بده مرغه د ولسمشر د حکم  حقوقي اړخونه هم روښانه نه دی.»

له دې سره سره پر ټاکنو څارونکي بنسټونه حکومت په ټاکنیزو کارونو کې په ناغیړۍ او همداراز د ټاکنو بهیر په سیاسي کولو تورنوي.

د اکسین شبکې مشر جانداد سپین غر په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې پر قانوني لارو سترګې پټېږي اوهڅه کېږي چې له ناقانونه لارې عمل وکړي، طبعاً پوښتنه رامنځته کېږي چې افغان حکومت له شک څخه پرته خپلو سیاسي میلونو ته مخه کوي.»

خو افغان حکومت د ټاکنیز بهیر سیاسي کول نه مني او د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې په پراخو اصلاحاتو ټینګار کوي.

د اجريي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«حکومت هېڅکله د ټاکنو په کارونو کې لاسوهنه نه کوي او د ولسمشر د حکم پر بنسټ د غوراوي کمېټې باید د یوه کمېشنرۍ د معرفي کولو لپاره په خپل کار پیل وکړي.»

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته کابو اته میاشتې پاتې دي خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس له ګوښه کېدو وروسته تراوسه هم حکومت د دغې تشې د ډکولو لپاره د قانوني حل لارې په لټه کې دی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې باور دي که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پروګرامونو د منظمولو لپاره هڅې ګړندۍ نه‎شي په خپل وخت به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني وي.

د غوراوي کمېټې برخلیک لاهم روښانه نه دی

خو ولسمشرۍ دفتر وايي په نېږدې راتلونکي کې به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه کمېشنر د ګمارلو لپاره حل لاره ولټول شي.

شریک یي کړئ