د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې ۶۰ تنه افغان سرتېري د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش نن(دوشنبې د زمري۲مه) وايي چې ۳۰ افغان ځانګړې ځواکونه، ۲۰ تنه پیاده او ۱۰ تنه نور هم ملي پولیس شامل دي.
دی زیاتوي چې یاد سرتېري د ولسوالۍ مرکز په یونیم کیلومترۍ کې په خیرآباد سیمه کې له تېرې ورځې راهیسې کلابند دي.
د پولیسو ویاند څرګندوي چې ۱۳۰تنه سیمهيیز پاڅونکوونکي له خپلو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي.
د ناصر په نامه د یاد شمېر پاڅونکوونکو قومندان غور ولایت ته تښتېدلی دی.
ښاغلی یورش وايي چې لا هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ خال خال نښته روانه ده.
دی زیاتوي، طالبانو قومي مشرانو ته ګواښ کړی دی که یاد شمېر افغان سرتېري دوی ته ځانونه ونه سپاري، نو وبه وژل شي.
په دې اړه مو اندونه