Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د فاریاب امنیه قومندان ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې امنیتي ځواکونه اوسمهال د یادې ولسوالۍ په یو نیم کیلومټرۍ خیرآباد کلي کې دي.

د نوموړي په وینا، د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره به ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي.

د فاریاب امنیه قومندان همداراز زیاتوي چې امنیتي ځواکونه دمګړی د دې ولایت په اتو ولسوالیو لکه غورماچ، قیصار، المار، بلڅراغ، خواجه سبزپوش، دولت آباد، شیرین تګاب او کوهستان کې له وسله‎والو سره پر جګړو بوخت دي.

د یادې ولسوالۍ نښتې پرمهال د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د فاریاب ولایت سیمه ييز چارواکي تائيدوي چې د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې، خو زیاتوي چې د نیونې په موخه به یې ژر عملیات پیل کړي

Thumbnail

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د فاریاب امنیه قومندان ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې امنیتي ځواکونه اوسمهال د یادې ولسوالۍ په یو نیم کیلومټرۍ خیرآباد کلي کې دي.

د نوموړي په وینا، د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره به ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي.

د فاریاب امنیه قومندان همداراز زیاتوي چې امنیتي ځواکونه دمګړی د دې ولایت په اتو ولسوالیو لکه غورماچ، قیصار، المار، بلڅراغ، خواجه سبزپوش، دولت آباد، شیرین تګاب او کوهستان کې له وسله‎والو سره پر جګړو بوخت دي.

د یادې ولسوالۍ نښتې پرمهال د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه