له هغې وروسته چې کابو دوې اوونۍ مخکې په اداري فساد کې د ولسي جرګې د رییس او د دارالانشا د مشر د لاس لرلو په اړه د طلوع د ګزارش شش نیم په خپرونه کې خپور شو، دغو دواړو په دې هکله غبرګون وښود.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«شونې ده چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال په غلط پوهاوي کې وي ناپوهې به شوی وي د هغوی د مالوماتو او همدارنګه د افغانستان ستر ملت ته د مالوماتو لپاره ولسي جرګې محترمو غړو ته موږ دا توضیحات وړاندې کوو.»
د ولسي جرګې د دارالانشا رییس خدای نظری نصرت هم په دې اړه څرګنده کړه:«د یوه کال لپاره ټوله بودیجه ۱۰۰ مېلیونه وي او په هغه کې ۵۰ مېلیونه یا هم ۳۰ مېلیونه اختلاس شوی وي دا یو ډېر روښانه څیز دی.»
خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال یو ځل بیا په نوموړې جرګه کې پر فساد ټینګار کوي او وايي لویه څارنوالي باید په دې اړه جدي اقدام وکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په دې اړه په ډاګه کړه:«له څارنوالۍ څخه هیله کوم دغه مسله ډېره جدي وڅېړي او پېښه سیاسي نه کړي په ورته وخت کې د دولت یو لوړپوړی چارواکی چې په فساد کې لاس لري هغوی هم باید محکمې ته وکاږل شي»
له دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسي جرګې پر رییس د فساد تور له شرمه ډک بللی وه او له عدلي او قضايي ادارو یې غوښتي دغه تور وڅېړل شي خو د لويې څارنوالۍ چارواکو ویلي دوی د مرکزي تفتیش له ادارې غوښتي دا تورونه وڅېړي.