Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قدیر د میلیونونو ډالرو شتمني د پوښتنې وړ ده

د ولسي جرګې غړي، ظاهر قدیر د خپلې شتمنۍ په اړه له څرګندونو ووروسته، د هغه خبرو ډیر غبرګونونه راپارولي دي.

ظاهر قدیر د مالیې وزیر لخوا پر ده د لګیدلو تورنو ته په غبرګون که ویلي، چې دې د ۳۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شتمني لري، له همدې امله قاچاق کولو ته اړتیا نلري.

خو اوس یو شمېر کارپوهان له ظاهیر قدیر سره د دومره لویې کچې شتمنۍ شتون د پوښتنې وړ بولي او د مشروعیت په اړې یې د اسنادو غوښتنه لري.

په دې وروستيو کې د ولسي جرګې د يو شمير غړو له فعاليتونو څخه پرده پورته شوې ده، له دې جملې ظاهر قدير چې د اړو په قاچاق تورن دی وايي شتنمي يې دومره زياته ده چې قاچاق ته اړتيا نلري.

نوموړي ويلي کابو درې سوه موټر لري او د ولسي جرګې د دې غړي مياشتنی لګښت کابو څلور سوه زره ډالره دی.

ظاهر قدیر ویلي: «یوځې زما شخصي سرمایه ۳۶۵ میلیونه ډالره ده، خو هغه مهال زه وکیل نه وم، ځینې وکیلان عتراض لري چې دغه موتران او کورونه دې له کومه کړي دي، خو زه له خپلې شخصي شتمنۍ څخه همدا اوس ۳۰۰ موټر لرم.»

اوس يو شمير کارپوهان د دغو پيسو د مشروعيت په اړه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتونکي دي.

د سیاسي چارو کارپوه، جلال وایي: «دغه شتمني د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، خو د دغو زورواکو لخوا غصب شوې ده او دا د پوښتنې وړ ده.»

د سیاسي چارو بل شنونکۍ، جوینده وایي: «هغه څوک چې د کور د دسترخوان پیسو لګښت یې د میاشتې ۳۰۰ تر ۴۰۰ زره ډالرو پورې رسیږي، دوی دغه پیسې له کومه کړې، نو څرګنده ده چې دغه پیسې یې یا له قاچاق، اداري فساد یا هم د مخدره توکو له قاچاق څخه تر لاسه شوې دي.»

ولسي جرګه په ځلونو په معامله ګريو تورنه شوې خو دا ځل د دوي د يو لړ فعاليتونو په اړه په روښانه توګه خبرې شوې دي، کارپوهان پوښتنه کوي چې د ولسي جرګې يو غړی څرنګه کولاي شي درې سوه موټر او کابو ۳۶۹ ميليون ډالر ولري.

د ولسي جرګې غړي، ظاهر قدیر د خپلې شتمنۍ په اړه له څرګندونو ووروسته، د هغه خبرو ډیر غبرګونونه راپار

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه