په یوې خبرپاڼه کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له خوا خپره شوې،دغې ډلې د افغانستان او د دغې ډلې په اړه د مسکو د درې اړخیزې غونډې له وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی.
د روسیې،پاکستان او چین درې اړخیزې غونډې تېره سېشنبې،هوکړه وکړه چې د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه لیرې کړي.
افغان حکومت د افغانستان له حضور څخه پرته د دغې غونډې له ترسره کېدو او له پایلې څخه یې په کلکه نیوکه کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین،په یوې خبرپاڼه کې د مسکو له وړاندیز څخه په هرکلي سره ویلي،چې طالبان خوښ دي چې د سیمې هېوادونه پوه شوي دي چې طالبان په افغانستان کې یو سیاسي ځواک دی.
د هغه په وینا،د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د طالبانو د غړو د نومونو لیرې کول،په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټينګښت لپاره یو پر ځای ګام دی او هغو له هغه څخه هرکلی کوي.