Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي امینت شورا غونډه د محقق د غړیتوب لغوه کېدو لپاره ځنډول شوې

په درې وروستیو اوونیو کې د ملي امنیت شورا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوې نه ده او د هغه پر ځای د اعلي سرقومنداني غونډه جوړېږي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي مهم مسایل چې د بحث وړ دي، د اعلي سرمنداني په غونډه کې پرې بحث کېږي.

هغه زیاته کړه:«هغه مسایل چې له پوځي او امنیتي برخو سره تړاو لري، د اعلي سرقومندانۍ په غوڼده کې پرې بحث او خبرې اترې کېږي. دا غونډه د اوضاع په پام کې نیولو، په اوونۍ کې یو ځل ترسره کېږي. د ملي امنیت شورا، په عمومي توګه، د پالیسیو او سیاستونو په څېر موضوعګانو څرخي او دا غونډه د ولسمشر له صلاح او کله چې اړتیا وي، ترسره کېږي. د دې سربېره کله چې ولسمشر په رسمي سفر کې وي، هېڅ داسې اوونۍ نه ده راغلې چې په هغه کې د ملي امنیت شورا غونډه او یا د اعلي قومندانۍ غونډه نه وي شوې.»

په داسې حال کې چې درې اوونۍ وشوې په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه نه ده شوې، د ملي امنیت شورا ویاند وایي، دې موده کې د امنیت شورا غونډې پر ځای د اعلی سرقومندانۍ غونډه کېده.

له دې سره ځيني سرچینې وایي د ملي امنیت شورا اونیزې غونډې، د سوریې په جګړې او دغه جګړه کې د افغان او ایراني ځوانانو د رول په تړاو د اجراییه ریاست د دویم مرستیال تر څرګندونو وروسته بندې شوې دي.

د سرچینې په وینا، له دغو څرګندونو وروسته په لومړنۍ غونډه کې؛ ولسمشر غوښتل چې د محمد محقق غړیتوب ملغا کړي، خو دې پرېکړې سره د عبدالله عبدالله تر مخالفت وروسته، د ملي امنیت شورا غونډه ونه‎شوه.

د اجرايي ریاست د ویاند پخوانی مرستیال اصف اشنا په دې اړه وویل:«د ارګ او سپيدار ترمنځ د لیدلوري تفاوت د عربستان او یمن د جګړې ترڅنګ، دا اختلافونه کړکېچن شوي او په نوې پېښه کې، په تهران کې د ښاغلي محقق له څرګندونو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ د دې په لټه کې ده چې د اجرايي ریاست دویم مرستیال د وزیرانو له شورا او د کابینې له غونډې بهر کړي.»

په دې اړه تر اوسه محمد محقق څه نه دي ویلي.

ښاغلي محقق د سوریې جګړې په اړه خبرو کې، په دغه هېواد کې جنګېدونکي افغانان ستایلي وو او دغه راز د فاطمیون د لښکر د یوه طراح جنرال قاسم سلیماني د کارونو ستاینه یې هم کړې وه.

شریک یي کړئ