Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پوځ د ښځينه افسرانو یوه ډله په هندې کې روزنه ویني

د ملي پوځ د ښځینه افسرانو یوه ډله چې شمېر یې ۲۰ تنو ته رسېږي د هند د تامیل نادو ایالت چنناي ښار کې په یوه پوځي روزنیز مرکز کې روزنه ویني.

هند په وروستیو کلونو کې په زرګونه پوځيان او ملکي افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.

نښه ویشتنه، د دغو پوځيانو د روزنې یوه برخه ده.

هغوی روزنه ویني چې د یوه دښمن د وژلو لپاره یوه مرمۍ څه ډول وکاروي.

دغه افغان پوځيانې چې د پوځ له بېلا بېلو  برخو لکه طبي، لوژستیک او ځانګړو ځواکونو څخه دي چې د هند په پوځي اکاډمۍ کې روزل کېږي.

د افغان پوځ روغتیا پاله رابعه وايي:«د دې ځای رو نه د مېرمن لپاره دي دغه زده کړې ډېرې مهمې دي ځکه افغانستان د پوځي روزنې لپاره ډېر ځایونه نه لري.»

دغه روزنې د درې اوونیو لپاره دوام لري او مېرمنې په دغو روزنو کې له جنګي وسلو، چاودېدونکو توکو او له ځان څخه دفاع د روښانه کړنلارو په اړه روزنه ویني.

پوځي روزنکې سېمریتي په دې اړه وویل:«څرنګه چې موږ له افغانستان سره دوستانه اړیکې لرو هڅې کوو چې د یو بل له تجروبو یو څه زده کړو غواړو خپلې تجربې د هغوی په واک کې ورکړو ترڅو دغه تجربې په افغانستان کې عملي کړي.»

دغه راز، هند د افغانستان ستر ملاتړ کوونکی دی.

هند د افغان پوځیانو د روزنې ترڅنګ زر ګونه ملکي افغانانو ته په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.

شریک یي کړئ