Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګروملتو د عمومي اسمبلې په ۷۲ غونډه کې د ټرمپ او غني وینا

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په لومړنۍ وینا کې وویل، چې اوس هغه وخت دی، چې له طالبانو، القاعدې او حزب الله ډلو څخه ملاتړ کوونکي هېوادونه په ډاګه شي او مسوول وپېژندل شي.

 په همدې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني، د سیمې له هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د جګړې په اړه دې لیدلوري بدل شي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د امریکا په نوې تګلاره کې چې طالبانو او ملاتړو ته یې څرګند پیغام وه او هغه دا چې له پوځي لارې څخه بریالي کېدای نه‎شي.

په دغه ناسته کې د امریکا د ۴۵ ولسمشر لومړۍ وینا چې څه د پاسه ۴۰ دقیقې یې دوام وکړ او د هغو هېوادونو یادونه یې وکړه چې د ټرمپ په باور د امریکا او نړیوالې سولې دښمنان دي.

خو کله چې د نړیوالو ګواښونو خبره کېږي ډونلډ ټرمپ د طالبانو ډله، د القاعدې او حزب الله ډلو په کتار کې راولي، دغه دوې ډلې د نړیوالې ترهګرۍ دوې پيژندل شوې ډلې دي. چې د نوموړو ډلو ملاتړو ته یې هم ګواښ وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ وویل:« د دې وخت رارسېدلی چې د القاعدې، حزب الله، طالبانو او نورو هغو ډلو چې بې ګناه خلک وژني ملاتړي او تمویلونکي هېوادونه په ډاګه کړو او دوی مسوول وګڼو.»

ټرمپ د طالبانو په وړاندې د امریکا د پوځي سیاست د بدلون خبره هم کوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:« ما همداراز له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې د چلند بڼه په بشپړه توګه بدله کړې ده.»

له بلخوا ولسمشر غني وايي د امریکا نوې تګلارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیست او دا تګلاره به افغانستان د ډاډمنتیا په لور بوځي.

افغان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړه:« دا تګلاره د امریکا د قدرت ټول اړخونه پياوړي کوي او طالبانو او د هغوي ملاتړو ته ګواښ کوي چې له پوځي لارې نه‎شي بریالي کېدای.»

ولسمشر غني پاکستان ته هم پيغام لري.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«زه پر پاکستان غږ کوم چې له دولت سره د دولت خبرو ته کېني، داسې خبرې چې د سولې، امنیت او سیمه‎ییزو همکاریو په اړه وي او د سوکالۍ لامل شي.»

ویل کېږي چې د امریکا او افغانستان ولسمشران به د ملګروملتو سازمان د عمومي اسمبلې د ناستې په څنډه کې هم سره خبرې وکړي.

د امریکې متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي چې په افغاستان کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لار په پوره توګه بدله شوې.

شریک یي کړئ