Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو سرمنشي:د افغانستان د اوضاع او د سمونو د څېړنې په حال کې یو

د شمالي اتلانتیک سازمان تړون «ناټو»د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د ناټو شراکت ډاګیز دی او د ناټو ځواکونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه په دغه هېواد کې د سولې د راوستو په هڅه کې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:«موږ د افغانستان اوضاع او د دغه هېواد سمونې څېړو. او دغه اصلاحات افغانستان له ناټو سره نېږدې کوي. ، له افغانستان سره زموږ شراکت فوق العاده دی او زموږ ځواکونه له افغان پوځیانو سره اوږه په اوږه خدمت کوي.»

له هغې وروسته چې امریکا د سوېلي اسیا لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه، په پاکستان کې د ترهګرو امن پټن‎ځایونه د ناټو د پاملرنې وړ وګرځېدل.

څو ورځې مخکې د سي آي اې ریس وویل که د پاکستان لخوا دا پټنځایونه له منځه ولاړ نشي امریکا به په خپله اقدام وکړي.

له بلخوا په ناټو کې د امریکې سفیر هم وايي چې پاکستان باید امریکا ته ډاډ ورکړي چې له حقاني شبکې او طالبانو سره همکاري نه کوي او همدارنګه له دغو ډلو مالي ملاتړ نه کوي.

په ناټو کې د امریکې سفیر کي بېلي هوسټون په ډاګه کړه:«موږ له پاکستان سره د یوه شریک په توګه ډېر کارونه کولای شو، په دې شرط چې موږ ته ډاډ راکړي له حقاني ډلې او طالبانو ملاتړ نه‎کوي او هغوی ته مالي مرستې نه برابروي.»

د نړیوالو چارو کارپوه بصیر احمد یوسفي په دې اړ وویل:«د ۱۶ کلونو په اوږدو کې هېڅ کار ونه شو چې لاسته راوړنه ولري چې وکړای شي په جبهو کې جګړه وکړي.»

دا په داسې حال کې دی چې پاکستاني چارواکو د امریکا له دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي په پاکستان کې هېڅ د ترهګرو پټن‎ځای نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي چې په دغه هېواد کې ۷۵ سلنه بریدونه په افغانستان کې پلان شوي دي.

شریک یي کړئ