Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ټرمپ له جنګي تګلارې هرکلی وکړ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناټو د ماموریت دوام ستایي او زیاتوي، چې تر امریکا وروسته، څو نور اروپايي هېوادونه هم، افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو لپاره چمتو دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تاجیکستان ولسمشر، د ملګرو ملتوو په عمومي غونډه کې په افغانستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت؛ د سیمې د هوساینې لپاره مهم ګام دی.

د ناټو سازمان عمومي منشي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتوالي خبر ورکوي.

ینس سټولتنبرګ په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کوي او همداراز د شرطونو له مخې په افغانستان کې د امریکا  د ماموریت ستاینه کوي.

هغه زیاته کړه:«زه په دې اړه چې امریکا به په افغانستان کې مشروط ماموریت ولري نه د ځانګړي مهال وېش له مخې د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو هرکلی کوم، همداراز دا چې امریکا اعلان وکړ په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي له هغې هم ملاتړ کوم، د ناټو سازمان دې پریکړې ته رسېدلی چې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر زیات کړي او څو اروپايي هېوادونو هم اعلان وکړ چې د افغان پوځیانو د روزنې او له هغوی سره د مرستې لپاره به لازیات ځواکونه ولېږي.»

له دې سره د ناټو د عمومي منشي په باور د افغانستان د کړکېچ د هواري یوازینۍ لاره د افغان ځواکونو روزل دي نه دغه هېواد ته د ډېرو پوځیانو لېږد.

ښاغلی سټولټنبرګ وايي:« د ځواکونو زیاتول له دې امله دي چې ډاډمن شو افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل نه‎شي او د دې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې افغانان پياوړي کړو ترڅو له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او دوی د دې کار توان لري.»

له بلخوا د تاجیکستان ولسمشر د ملګروملتو د عمومي اسمبلې په غونډه کې په افغانستان کې د جګړې دوام د سیمې لپاره لوی ګواښ ګڼي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل:«موږ نه شو کولای د خپل ګاونډي هېواد افغانستان د سیاسي، پوځي او ټولنیزې وضعې په اړه بې تفاوته پاتې شو او زموږ د جدي اندېښنې لامل شي. نن په بشپړه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې پایداره سوله او ټیکاو، د مرکزي او سوېلي اسیا په حوزو او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د سولې کلۍ ده.»

په اوسني وخت کې څه د پاسه ۱۱ زره امریکايي او کابو ۳ زره د ناټو ځواکونه په افغانستان کې فعالیت لري.

تمه کېږي چې تر۳ او ۴ زره امریکايي او د ناټو د نورو غړو هېوادونو کابو ۳ زره پوځیان افغانستان ته راولېږل شي.

شریک یي کړئ