ولسي جرګې د کم کیفیته او غیر معیاري سونګ توکو د وارداتو او د هغوی د بیې د لوړوالي له امله، د سوداګرۍ وزارت او نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي ولسي جرګې ته ور بللي وو.
د ولسي جرګې ځينې غړي غیرمعیاري سونګ توکي له ترهګرۍ څخه ستر ګواښ بولي. او چارواکي په بې پامۍ تورن وي.
د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ په دې اړه وویل:«افغانستان ته خطرناکه توکي واردېږي، هغه مالومات چې موږ لرو کلونه دي چې دا موضوع وه او یو شمېر کسان چې په دغو ادارو کې کار کوي، په دغې موضوع کې لاس لري.»
د ولسي جرګې بله غړې فوزیه کوفي هم څرګندوي:«تاسې باید پوه شئ چې اصلي دنده مو خلکو ته کار دی، کهچېرې پیسې هم پیدا کوئ لږ انصاف ولري.»
له دې ټولو سره د نورم او سټنډرډ ادارې مشر نقیب الله فایق د ولسي جرګې د غړو د اندېښنو په ځواب کې وویل په افغانستان کې د نفتو او غازو مافیا حاکمه ده او دغه اداره د هغوی په وړاندې بې وسې ده.
هغه وايي چې تراوسه حتا یو لیټر «عالي» نفټ چې د «سوپر» په نامه په بازار کې مشهور دي او پلورل کېږي افغانستان ته وارد شوي نه دي.
ښاغلي فایق زیاته کړه:«د کم کیفیته نفتو د وارداتو له امله د ۸۵ شرکتونو جوازونه لغوه شوي او ۱۵ نورو شرکتونو راغونډ شوي او د سوداګرۍ وزارت ته استول کېږي ځکه چې موږ یې د لغوه کولو واک نهلري.»
د سونګ توکو واردات، د پلور د بیې لوړوالی، له هغو اندېښنو څخه دي چې له څو کلونو راهیسې شته دي.
خو، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست فیروز مسجدي په بازارونو کې د سونګ او خوراکي توکو پر بیې د دغه وزارت د کنټرول له هڅو خبرې کوي.
هغه وايي:«د سیالۍ په برخه کې د سیالۍ یو ملي بورډ جوړ شوی ترڅو وکړای شي چې یو څو تنه محدود بازار په واک کې ونه نسي مخنیوی وشي.»
د نفتو او اوبلن غازو د تصدۍ عمومي رییس ولید تمیم په دې اړه څرګنده کړه:«په دوه کلونو کې چې زه دلته وم په ډېره کلکه څارنه شوې چې د هغوی بیه په مصنوعي توګه لوړه نهشي ما تاسو ته مراجعه وکړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي له پیل سره، د سونګ توکي په ځانګړې توګه د لرګیو او ګازو بیه لوړېږي. په تېرو کلونو کې لیدل شوي چې د سونګ توکو ډېریو سوداګرو، په احتکار لاس پورې کوي او د ژمي په موسم کې، دغه توکي له څو برابره بیې سره پلوري.