Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د جامع جومات ته‎څېرمه چاودنې د ۷ تنو ژوند واخیست

د هرات ځايي چارواکي وايي چې نن(سې‎شنبې د غبرګولي ۱۶ مه) له غرمې وروسته د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ښار د جامع جومات ته‎څېرمه یوه ځواکمنه چاودنه وشوه.

د دغو چارواکو په وینا، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ۳ بجو په شاوخوا کې د هرات د جامع جومات دروازې ته‎څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکو چاودنه وکړه.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې شونې دغه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش،په دغې پېښه کې د ۷ تنو د وژنې او د ۱۶ تنو د ټپيانو پخلی کوي.

تراوسه هېڅ دلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

دغه چاودنه هغه مهال د هرات د جامع جومات ته‎څېرمه پېښه شوې ده چې یو ډېر شمېر خلکو د فاتحې د مراسمو لپاره دغه جومات ته راغلي وو.

شریک یي کړئ