Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند د جګړې لامل؛ کانونه او د نشه‎يي توکو قاچاق

د هلمند والي، حیات‎الله حیات د نېږدې ۷۰۰ افسرانو او سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وویل چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د اسلام لپاره نه بلکې، د خپلو موخو لپاره جنګیږي.

دی زیاتوي چې دغه تازه روزل شوي ځواکونه او هغه ځواکونه چي روزنه يي دوام لري په هلمند کي د هغي جګړې چې د نشه‎يي توکو د کاچاق او طبعي زیرمو په موخه دوام لري هم مخه ونیسي.

ښاغلی حیات وړاندې وايي:«په هلمند کي د نشه يي توکو د کاچاق جګړه .او دا جګړه په هلمند کي د هلمند زیرمواو کانونو د غلا کولو جګړه ده.او تاسو به یی مخه نیسي.»

د ۲۱۵ میوند قول اردو مسولین وايي تازه يي یو کنډک سرتېرو ته د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري روزنه ورکړي ده، د دوی په خبره دغه ځواکونو ته د کومانډويي او شپنیو عملیاتو روزنه هم ورکړل سوي ده او د هلمند د جګړي کابو کولو ته به ور ودانګي.

د ۲۰۱۵ میوند قول اردو قومندان، برید جنرال محمد ولي زیاتوي:«د دی تر څنګ چې د ۲۱۵ میوند قول اردو په اړوند سیمو کي شرایط جګړه‎ییز دي.او موږ د ملي پولیسو نظم عامي سره یو ځای لاسته راوړنې هم لرو . د دي تر څنګ موږ خپل ځواکونه د لاښه کیدو په موخه روزنه هم ورکوو.»

اخوا هغه ځواکونه چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د دوه میاشتو په اوږدو کي روزل شوي دي. په جګړه‎ییزو وختونو کي د هوايي ځواک د مرستي غوښتنه کوي.

یو تن سرتېری، راز محمد وايي:«زموږ غوښتنه داده چي د جګړی پر مهال موږ ته هوايي ځواکونو مرسته هم ژر راورسیږي.»

همداراز بل سرتېری، عبدالنافي زیاتوي:«موږ د خپلو ټولو زده کړیزو مهارتونو څخه د جګړي پرمهال ګټه پورته کړو، او انشاالله چې موږ به په هر ډګر کې بریالي ووسو.»

په هلمند کي له کابو دوه اونیو راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل سوي دي او د یاد ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي دوی د یادو عملیاتو د بریالیتوب په موخه د ټولو ځواکونو د روزني چاري پیل کړي دي.

شریک یي کړئ