د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې نن(چهارشنبې د وږي په لومړۍ) د ملي اردو پر کاروان ځانمرګی برید کې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وايي چې په دې برید کې دوه افغان سرتېري، ۳تنه ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وړاندې وايي چې په دې برید کې ۳۸ تنه ټپیان دي.
ویل کېږي چې په ټپیانو کې تر ډېره د برید سیمې ته نېږدې د مدرسې زدهکوونکي شامل دي.
طالبانو د برید مسوؤلیت منلی دی.