Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند د ملي امنیت سلاکار په کابل کې له غني سره ولیدل

د هند د ملي امنیت سلاکار اجېټ ډووال له ولسمشر غني سره د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴ مه) په کابل کې ولیدل چې د سیمې هېوادونو په ځانګړې افغانستان له دغه فرصت څخه په استفادې سره، په خپل هېواد کې سوله او ټیګاو رامنځته کړي.

هغه همدارنګه پر سیمه‎ییزو همکاریو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو په دوام او بېلابېلو بحث او خبرې اترې وکړې.

هغه په خپل دغه سفر کې همدارنګه له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره هم لیده کاته وکړ.  

له بلخوا د هند دولت په رسمي خبرپاڼه کې راغلي دي:«د لا پیاوړتیا لپاره هوکړه او او ګډو موخو ته د رسېدو لپاره مشورې او خبرې اترې، ترسره شوه.»

له دې سره چې د ګډو موخو جزيیات روښانه نه دهي، خو دواړه خواوې د پاکستان له خوا پر ترهګریزو ننګونو دوه اړخیزه څارنه او د دوه اړخیزو دفاعي او امنیتي لارو او په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې ماتېدونکی بهیر، پر پیاوړتیا باوري دي.

دووال همدارنګه له خپل سیال حنیف اتمر سره لیدنه وکړه او د دوه اړخیزو استراتېژیکو همکاریو او سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه چې متقابلې ګټې لري، بحث او خبرې اترې وکړې.

دواړه خواوې له هغو فرصتونو څخه چې د امریکا د نوې تګلارې په واسطه په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره رامنځته شوي، هرکلی وکړ.

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دووال د دغه هېواد د لومړي وزیر نرېندرا مودي په قول سره غني ته یې د هند بلنه ورکړې ده.

شریک یي کړئ