د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلارې په اړه، په افغانستان کې خلکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
ځینې وایي، له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي، چې پر بنسټ یې په افغانستان کې امنیت ډاډمن شي او سوله ټینګه شي.
ځېنو هم څرګنده کړې، چې امریکا دې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې رښتېنې وي
د امریکا ولسمشر د پاکستان په ګډون د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې تګلاره اعلان کړه.
دغې تګلارې سولې ته د رسېدو لپاره د یو شمېر افغانانو هیلهمني رامنځته کړې ده.
په دې لړ کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي غبرګونه دا شان دی.
د ننګرهار اوسېدونکی ذاکرالله نظري وویل:«په دغې تګلاره کې بیارغونې ته پاملرنه نه ده شوې؛ یوازې د ترهګرۍ له لهمنځه وړلو ته پاملرنه شوې ده.»
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي د امریکا نوې تګلاره د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره یو جدي پروګرام دی.
د بلخ اوسېدونکی شریف الله هم وايي:«هیله لرو چې امریکا په دې لړ کې صادقانه کړنه وکړي او په برخه کې خپله ژمنه پر ځای کړي.»
هلمندیان چې په دې وروستیو کلونو کې د نورو ولایتونو په پرتله د جګړې او تاتریخوالي ډېر شاهدان دي په دې اړه وايي.
د لښکرګاه اوسېدونکی دوست محمد څرګنده کړه:«کهچېرې پر پاکستان په واقعیت سره دغه فشارونه راوړل شي دا تګلاره کولای شي یوه ښه هغه وي.»
په پلازمېني کې هم د هېواد د نورو برخو په شان په دې اړه هیلهمني رامنځته شوې ده.
د کابل اوسېدونکی فدا محمد وايي:«موږ خوشحاله یوو چې ترهګر له منځه ولاړ شي.»
د واشنګټن د نوې تګلارې له مخې امریکا به پر طالبانو فشارونه زیات کړي او همداراز یې پاکستان ته ګواښ کړی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.