د افغانستان په حریم کې د بهرنیو الوتکو او د دولتونو د پوځي چورلکو د قانون د تنظیم په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان طرحه، نن د ولسي جرګې د غړو له خوا تأیید شوه.
د ولسي جرګې استازو د رایو له اکثریت سره دا طرحه چې په څلورو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوې وه، تصویب کړه.
له دې وړاندې په ځلونو داسې ادعاګانې شوې وې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ناپېژانده چورلکو ناسته کړې او مخالفینو ته یې وسلې، او مهمات رسولي دي.
د ولسي جرګې غړو په داسې حال کې دا طرحه تصویب کړه چې د ځینو استازو په ګومان، افغان حکومت تراوسه هم په خپل فضايي حریم واکمني نهلري.
په ورته وخت کې د هوايي چلند ادره وایي راتلونکو کلونو کې به د پوځي الوتنو د ادارې لپاره د هېواد په فضا کې به د رادار زیاتې دستګاوې ولګول شي.
دا قانون په داسې حال کې تصویب شو چې د ولسي جرګې دوه ثلثه، غیرحاضر وو.
د هرې طرحې او قانون د تصویب او یا رد لپاره اړتیا ده چې د جرګې لږ تر لږه ۱۱۸ تنه غړي حاضر وي.
د شنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان په حریم کې د بهرنیو دولتونو د پوځي چورلکو او الوتکو د تنظیم د قانون طرحې تصویب لپاره د جرګې نصاب په ستونزو سره پوره شو.