Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې په پټه (سري) غونډه کې د امنیتي چارواکو ځواب وېینه

د ولسي جرګې غړو نن (شنبې د تلې پر ۲۹ مه) د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د ملي امنیت رییس یې په هېواد کې د ناامنیو او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي په تړاو ولسي جرګې ته رابللي وو.

خو د ملي دفاع وزارت سرسرست طارق شاه بهرامي د دغو بریدونو د دلیلونو په اړه د مالومات له ورککړې وړاندې د پټې غونډې غوښتونکی شو.

ښاغلي بهرامي په دې اړه زیاته کړه:«ټول ګواښونه او اقدامات چې شته، غواړو چې له ډېر صداقت سره له تاسو سره شریک کړم. له همدې امله زه هیله کوم چې ټول پوځي او استخباراتي موضوعګانې دي، جلسه سري اعلان کړی.»

د ولسي جرګې غړي رمضان بشر دوست په دې اړه وویل:«په هغه استجواب کې چې په لسګونه ځله شوې دوی دروغ ویلي، دوکه کړي یې یوو او تر ننه هېڅ مثبت کار نه دی کړی.»

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید هم وايي:«جګړه د قومي مسایلو په لور تللې، په ژبنیو او مذهبي مسایلو خوا ته تللې دا چوپتیا، شرمونکې ده.»

بلخوا  د دغې جرګې ځینې غړي، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو په مخنیوی کې حکومت ناکام بولي.

د خلکو استازی صالح محمد صالح څرګنده کړه:«ولسمشر خبرې کوي، سلاکاران او وزیران یې ورته چک چکې کوي، افسوس په داسې بیانیې، افسوس په دغه ارګ او ولسمشرۍ چې لرو یې،په دغه هېواد کې څه روان دي؟»

د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا وایي، ترهګریزو پېښو او ناامنیو کې د حکومت دننه ځینې کړۍ ښکېلې دي.

ظاهر قدیر په ډاګه کړه:«په ټولو پروګرامونو کې ارګ دخیل دی،په خدای که بل څوک وي.»

لالي حمیدزي هم څرګنده کړه:«دا حکومت زموږ د خلکو په وړاندې په توطیه کې شریک دی په کندهار کې د پوځيانو په وړاندې ۴ بریدونه شوي دي.»

وروستیو څو ورځو کې، طالبانو په پکتیا، غزني او کندهار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو څو پوستې په نښه کړې دي.

دې بریدونو کې په لسګونه تنه سرتېري وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي. وروستۍ پېښه کې د داعش ډلې د کابل لوېدیځ کې د امام زمان جومات په نښه کړی.

شریک یي کړئ