Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په یوې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې د هېواد په ځینو برخو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«یوناما د روانې اوونۍ په لړ کې په هرات او لوګر د ۲۸ ولسي وګړو د وژلو او د ۱۶ ټپيانو په اړه چې ټول یې ماشومان او ښځې دي خپله ژوره خواخوږي څرګنده وي.»

د یوناما د لومړنیو موندنو پر بنسټ چې د وران زیږدیز کال په شپږو لومړنیو میاشتو کې د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله کې ۴۳ سنله زیاتوالی موندلی دی.

په دغې مرګ ژوبله کې ۹۵ وژنې او ۱۳۷ ټپيونه شامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو په دې اړه وویل:«زه په ژوره توګه خواشینۍ یم چې اورم ښځې او ماشومان یو ځل بیا له دغو نښتو زښت زیات رنځ وړی دی. دا د منلو وړ نه ده. ټولې ډلې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره باید عملي اقدامات وکړي.»

یوناما د حکومت له چارواکو څخه غواړي چې دواړه وروستۍ پېښې دې په نېغه توګه وڅېړي.

شریک یي کړئ