Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وګړو د احوال د ثبت قانون پر سر د پارلمان غړو ترمنځ د نظر اختلاف

د ولسي جرګې مشر وایي چې د وګړو د احوال ثبت په قانون کې ډېرې ستونزې شته او باید په دې اړه بحثونو ته دوام ورکړل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځيني غړي وايي د ملي شورا ګډې کمېټې له خوا د ولسمشر د تقنیني فرمان منل، د قانون او پېژاند په خلاف کار دی.

خو د جرګې ځیني نور غړي بیا وایي د وګړو د احوال ثبت قانون په اړه د خبرو دوام بې ځایه دی او غواړي چې د برېښنايي تذکرو وېش دې پیل شي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د وګړو د احوال د ثبت قانون په وړاندې د ګډې کمېټې د کار څرنګوالی په تېره بیا د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش په ولسي جرګه کې لازیات د بحث وړ ګرځي.

د ولسي جرګې غړی عبدالولي نیازي څرګنده کړه:«زه د هغه چا په توګه چې په دغه هېواد کې ژوند کوم، د یوه انسان په توګه د خپل دین او دنیا څخه خبر یم، که‎چېرې پېژندپاڼه کې زما پېژاند په ډاګه نه وي زه هغه نه اخلم.»

د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ هم وايي:«یو څو تنه جاسوسان او هغه کسان چې غواړي د ایران په ګټه د خلکو په منځ کې تفرقه واچوي.»

له بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي حکومت د نفوسو د احوال د ثبت قانون د څرنګوالي او برېښنايي تذکرو د وېش په اړه د ستونزو په رامنځته کولو او نفاق اچولو تورنوي.

د ولسي جرګې غړې فریده حمیدي وايي:«دا قومیت که ذکر شي او یا نه شي زموږ په حال څه اغېزه کوي، ښاغلی رییس صاحب دا ستونزه په تالار کې نه ده دا په ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاسته کې ده.»

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازی غلام حسین ناصري وايي:«نافذه قانون یې په خپله توشیح کړی د سیاسي انګېزې د نیمګړتیا د پوښلو او د ملي او نړیوالو پرله‎پسې ماتې راځي په خپله د خلکو په منځ کې د نفاق زمینه برابره وي.»

حکومت د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې رییس وايي چې د څه د پاسه ۵۰ غړو لاسلیکونه یې راټول کړي ترڅو د نفوسو د احوال د ثبت قانون یو ځل بیا د جرګې په اجنډا کې شامل شي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«ولې دارالانشا نه تنظیموي چې کمېسیونه دې نن له تالار څخه بهر او د مالیې وزیر په حضور کې غونډه ولري ترڅو موږ نصاب ون‎لرو که‎چېرې توطیه او دسیسه نه ده او څوک دلته په مافیايي بڼه کار نه کوي.»

د پارلمان مشر عبدالرووف ابراهیمي هم په ډاګه کړه:«دا قانون له هر قانون څخه متفاوت نن دننه په تالار کې د یوې ستونزې په توګه پرې بحث کېږي بیا هم موږ اداري پلاوی د بې طرفۍ او اساسي قانون او د کورنیو دندو اصولو ته به درناوي سره ستاسو په خدمت کې یوو.»

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي هم وايي:«اجازه نه ورکوو رییس صاحب ترڅو تاسې د هغو قوانینو بحث چې تصویب شوي تاسې په اجنډا کې ونیسئ، که‎چېرې داسې ده موږ تر ته وایو د احمد شاه مسعود ورځ ناقانونه تصویب شوې ده.»

ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ملت او ملیت په لیکلو سره لومړۍ برېښنايي تذکرې د حکومت مشرانو ته ورکړل شي خو هغه څه چې د حکومتي چارواکو ترمنځ د کلمو د لیکلو په اړه اختلافات بلل کېږي د برېښنايي تذکرو وېش یو ځل بیا تر نامالومې مودې ځنډول شوی دی.

شریک یي کړئ