د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشرتابه یو غړی معاذالله دولتي ویناو، چې ګواکې په دغه کمېسیون کې پټې پرېکړې کېږي یو لړ اندېښنې رامنځته کړي دي.
د ولسي جرګې غړو په نننۍ غونډه کې (شنبې د تلې په لومړۍ) دا موضوع یې د خپل بحث د اجنډا یوه برخه وټاکله او له بې پروګرامۍ او هغه څه نه چې په دغه کمېسیون کې په ناخپلواکه توګه په ځینو کارونو کې د پرېکړو نیول ویل شوي، نیوکه وکړه.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په دې اړه وویل:«په ریښتا هم چې وضعیت د اندېښنې وړ دی! د ارګ له خوا هغوی (د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېنشرانو)ته حکم کېږي.»
د جمعې پر ورځ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرتابه یوه غړي، د کمېسیون د کمېشرانو دوه ډلي کېدل ډاګیزه کړل.
ښاغلي دولتي ویلي وو:«له بده مرغه موږ په پای کې یوه رسمي غونډه نه لرله، د هغو درې کسانو په اړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته مو لېږل. هغه په یوې جلسه کې د څلورو تنو ترمنځ ترسره شو او ټولو کمېشنر صاحبانو په هغه کې ګډون نه درلود.»
لا تراوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون بل چارواکي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او زموږ له زیاتو هڅو سره سره د ټاکنو خپواک کمېسیون د ویاند د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه شوو.
خو د ولسي جرګې ځينې نور غړی،کمېشنران په ولسمشرۍ ماڼۍ پورې تړلي بولي.
د ولسي جرګې غړی زمرک پادخوابي څرګنده کړه:«سندونه هم خپرېږي چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اختلافات شته او هلته پر یو بل تورونه پورې کوي.»
د ولسي جرګې بل غړي عبدالرحیم رهین هم زیاته کړه:«هغه کمېشنران چې له ولایتونو څخه بې برخې دي، څنډې ته شوي او هغه کمېشنران چې په واک او ارګ پورې تړلي دي، ځواک ښيي.»
تر دې وړاندې هم، د ټاکنو خپواک کمېسیون د مشرتابه غړو ترمنځ د اختلاف موضوع له همدې کمېسیون نه پورته شوې وه.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، د ټاکنو د خپواک کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلاف لاملونه په دې اداره کې د بهرنیو کړیو لاسوهنه او نفوذ بولي.