Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د فني توکو د پېر د تړون پر سر اختلافونه

یوه اماراتي شرکت ته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د برېښنایي او تخنیکي توکو د پېرلو د تړون پر سره د دغه بنسټ غړي پر دوه ډلې شوي دي.

سرچینې وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې غړي، له دغه شرکت سره د تړون له څرنګوالي سره مخالف دي.

خو د دغه کمېسیون ځينې نور غړي، له همدې شرکت سره د تړون پر کولو ټینګار کوي.

 خو اوس ځینې سرچینې وايي چې له پرولوجیکس شرکت سره د تړون د لاسلیک په اړه د نوموړي کمېسیون د غړو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.

ځینې سرچینې وايي چې د دغه کمېسیون درې غړي له دې تړون سره مخالف دي، خو نور غړي د تړون پلویان دي.

ټاکل شوې د دغه تړون برخلیک په راتلونکې اوونۍ کې روښانه شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ وویل:«تخینکي ډله تعیین شوې ده په راتلونکې اوونۍ کې به سندونه راورسېږي او مطالعه به شي او له مطالې وروسته به پرېکړه وشي چې ایا دغه کمپنۍ د دغه کمېسیون د اړتیاو د برابرولو توان لري که نه.»

حکومت د دغه راز تړونونو په ترسره کولو کې له بېلابېلو لارو کار اخیستلی شي، خو دا تړون د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او تدارکاتو ادارې د پټو کارونو له امله تر ډېره له پوښتنو سره مخامخ شو.

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل:«د تدارکاتو په قانون کې مشخصه شوه خپل معیارونه لري او دوی د هغو معیارونو پر مطابق باید په مخ ولاړ شي له هغې څخه پرته نه‎شي کولای پوښتنې چې دي ځواب ورکړي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت پر مشرانو نیوکه کوي چې په ټاکنو کې د عملي کارونو پر ځای د وسایلو د پېرلو په فکر کې دي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«د ملي یووالي حکومت د سموونو په برخه کې یوازې د څېرو په بدلون بسنه کړې او په ورته وخت کې کمېسیون د ټکنالوژۍ پر پېر بسنه کړې چې دا نه‎شي کولای د تېرو ټاکنو د حثیبت اعاده وکړي او په ورته وخت کې خلک په ټاکنو کې پراخې ونډې ته وهڅوي.»

په دې لړ کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس د دغه بنسټ لخوا له معرفي شویو کسانو څخه د دې کمېسیون د دارلانشا د رییس د نه غوره کولو په اړه ولسمشر ته داسې وايي:

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس عزیز الله اریايي په دې اړه وویل:«دارالانشا یرغمل نیول شوی او هیله ده هغه کسان چې د دغې یرغمل نیونې مسوولیت لري ګواښ کوم چې خبر دې وي او دا ملي بهیر د کسانو د ګټې لپاره ونه ځنډوي.»

په دې لړ کې که دا تړون رد شي، روښانه نه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د تړون د ترسره کولو لپاره دا ځل کومه تګلاره غوره کړې او دغه بهیر به څومره وخت ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د وخت د کمښت له امله یې دا تړون په پټه داوطلبۍ ته وړاندې کړ لازیات وخت به له لاسه ورکړي.

له اونیو راهیسې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه بنسټ لپاره د برېښنایي او تخنیکي وسایلو د پېرلو تړون د برخلیک د څرنګوالي په ځواب کې نن او سبا کوي.

شریک یي کړئ