په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت استازې، پروین نورستان دوشنبې( د زمري۹مه) په یوې ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
سرچینې طلوعنیوز ته ویلي دي چې آغلې نورستاني موټر د کابلـجلالآباد پر لویه لاره له ټرافیکي پېښې سره مخامخ شوی دی.
نوموړې د عبدالقادر لور وه او په ۱۹۷۶ کال کې کابل کې یې سترګې نړۍ ته پرانیستې وې.
مېرمن پروین په کابل کې ژوند کاوه او د غاښو ډاکټره وه.