Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستاني پوځ د توغندويي بریدونو په غبرګون کې ورته ځواب

دولتي ځواکونو د لومړي ځل لپاره پر کونړ د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو په غبرګون کې ورته کړنه ښودلې ده.

د کونړ امنیه قومندان وايي چې د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو په ځواب کې د دغو پوځیانو څو مهمې پوستې له منځه وړل شوې دي.

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې یو ځل بیا د کونړ پر شپږو ولسوالیو د پاکستاني پوځیانو لخوا توغندويي بریدونه کېږي، په تېره یوه اوونۍ کې د دغو بریدونو له امله پنځه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

خو دا ځل افغان ځواکونو هم د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت په دې اړه وویل:«د پاکستاني پوځيانو پر اډو مو ستر ګوذارونه کړي له دیسي توپونو څخه مو استفاده کړې او په نېغه مو د هغوی اډه په نښه کړې ده.»

د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو دوام د کړنړ ولایت د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کونړ اوسېدونکی انور الحق وايي:«دا بریدونو زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي او حکومت باید یوه لاره پیداکړي.»

د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو له امله د کونړ د سرحدي سیمو یو شمېر کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په ډاګه کړه:«د پاکستاني پوځیانو په دغو بریدونو کې ۲۲۱ هېوادوال مو اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او بې‎ځایه شي.»

افغان حکومت د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د پای ته رسولو لپاره د پوځي غبرګون ترڅنګ د سیاسي حل لارې لپاره هم هڅې کوي.

له دې مخکې ملي دفاع وزارت د دغو بریدونو د پای ته رسولو په موخه د خبرو لپاره اسلام اباد ته د یوه لوړپوړي پوځي پلاوي د لېږلو خبره کړې وه.

شریک یي کړئ