Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په کاپیسا کې د ۴ طالب بلواګرو وژل کېدل

د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې د غبار ۷ عملیاتو په لړ کې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب بلواګري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمدمعسود چهار دره وايي چې د عبار ۷ عملیات د دغۍ ولسوالۍ د ناامنه سیمو د چاڼ کولو په منظور په لاره اچول شوي او تېره ورځ هم د پيروزخېل او سرکان دیان،چې دوه نفوذ لرونکې او ناامنه سیمې دي،د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د هغه په وینا د دغو عملیاتو په لړ کې د یوه ماین چاودنې له امله د پولیسو یو سرتېری هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی خو عملیات دوام لري.

په همدې حال کې د دغې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغو عملیات کې کابو زر کورنۍ بې ځایه شوې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري خو تراوسه له دوی سره کومه مرسته نه ده شوې.

شریک یي کړئ