Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا پر امنیه قومندانۍ ځانمرګی برید شوی

د پکتیا ولایت ځايي چاروکو نن سه‎شنبې (تلې ۲۵ مه) ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ته‎څېرمه یو ځانمرګی برید شوی او د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته اوس هم جریان لري.

چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه نن کهیځ ۹:۳۰ هغه مهال رامنځته شوه چې یو ځانمرګی بریدګر په موټر کې سپور او خپل چاودېدونکي توکي یې د پکتیا امنیه قومندانۍ وادنۍ ته نېږدې وچودول.

چارواکي زیاتوي چې په سیمه کې اوس هم نښته روانه ده او د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر لومړی خپل چاودېدونکو توکو ته د یوه هاموې ډوله موټر څخه په ګټنې سره چاودنه ورکړې او نورو بریدګرو جګړه پیل کړې ده.

سرچینې زیاته کړه چې په سیمه کې د دوه ځواکمنو چاودنو غږ اورېدل شوی دی او د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ اوس هم جګړه دوام لري.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

شریک یي کړئ