Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځمکو غصب د ستونزو د حل لپاره د ولسمشر غني ژمنه

ولسمشر غني په څلورمه ملي ښاري غونډه کې وویل چې د افغانستان ښارونه له زیاتو ننګونو سره مخ دي. خو د هغه په وینا حکومت هڅه کوي چې دغه ننګونې له منځه یوسي.

ښاغلي غني وویل چې د ځمکو د غصب ستونزه باید حل شي او د عامه او دولتي ملکیت غصب د وخت تابع نه دي.

هغه وویل چې په کابل کې د اوبو د کچې ټیټوالی یوه بله ستونزه ده او دا چې د اوبو د مدیریت ستونزه هم د پخواني حکومت میراث دی چې پاتی دی.

د هغه په وینا، د خوړو خوندیتوب د خلکو لپاره بله ستونزه ده د دې لپاره چې د هېواد په ټولو برخو کې خواړه په وارداتو تکیه دي.

هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو برخو لپاره د خوراکي توکو د پېرلو د څار لپاره ښاري شوراګانې جوړې شي، ترڅو پر وارداتو له تکیه‎والي څخه مخنیوی وشي.

د هېواد ولسمشر همدارنګه څرګنده کړه چې په هېواد کې د ټولو شتمنیو د ثبت لپاره باید یو سیسټم جوړ او همدارنګه ټول مالومات په یوه واحد سیسټم کې اضافه شي او همدارنګه د شتمنیو د ثبت سیسټم د ملاتړ لپاره د ځمکې یو بانک به جوړ شي.

هغه وویل چې په ښاروالیو کې به هم اصلاحات راشي او په ښاروالیو کې له سمونو وروسته به، د ښاروالانو ټاکنې به هم ترسره شي.

ښاغلي غني ازبیکستان ته خپل راتلونکي سفر ته په اشارې سره وویل چې په دغه سفر کې به ۱۴ هوکړې لاسلیک کړي.       

شریک یي کړئ