د وردګو امنیتي چارواکي نن(چهارشنبې د وږي پر لومړۍ) ویلي دي چې د چک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، نقیب امیني وايي، مولوي عبدالرازق سورګل د چک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وه.
یاد کس د یادې ولسوالۍ په دهنه سیبک کلي کې د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی.
ښاغلي امیني ویلي چې په نرخ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو د قطعې ځای پر ځای کېدو سره په دې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه زیات شوي دي.
نوموړی وړاندې وايي، په وروستۍ میاشت کې څه باندې ۳۰ طالب وسلهوال په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
طالبانو دا ادعا رد کړې ده.