د کابل د اوبو رسونې ریاست وايي چې په دې وروستیو کې د کابل د ځمکنیو اوبو کچه تر ۱۵ مټرو ټیټه شوې ده.
دغه ریاست ګواښ کوي کهچېرې ځمکنۍ اوبه مدیریت او منظمې نهشي، کابل به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د اوبو رسونې ادارې رییس حمیدالله یلاني په دې اړه وویل:«له بده مرغه په غیر تکنیکي ډول د ځمکنیو اوبو څخه استفاده کېږي. واټر پارک او همدارنګه په کرنه کې په سنتي ډول استفاده کېږي؛ کېدای شي د هغه عوامل وي چې د اوبو کچه ټيټه شوي وي.»
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت وایي د ځمکتلو اوبو د زیاتېدو لپاره یې د اسیا پرمختیايي بانک او نورو بنسټونوپه همکارۍ پروژې پیل کړي دي.
د ابو او انرژۍ وزارت معین وایي د اوبو وزارت د قانون له مخې باید د اوبو څاه ګانې وکېندل شي.
د اوبو او نرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي زیاته کړه:«له نېکه مرغه د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د شاه توت بند پروژې مطالعاتې او ډیزان کار بشپړ شوی او عملاً باید ودانیز کار یې پیل شي.»
د کوټې سنګي سیمې اوسېدونکي وايي څو کاله وړاندې شل متروکې اوبه وي خو اوس لس متره نور هم ځمکې ته شوې دي.
له دې سره د کابل د اوبو رسونې ادارې مشر وایي په دشت برچي او وزیر اباد کې یې ارزونه پیل کړې او د کابل په بېلابېلو سیموکې نږدې ۵۰ زره کورنیو ته د اوبو اسانتیا برابره شوې.
د شمېرو له مخې کابل کې نږدې ۶ میلیون وګړي ژوند کوي خو دې ښار کې ډېری داسې خدمتونه او تاسیسات نشته چې د یوه هېواد پلازمېنه یې باید ولري.