د کابل پنځمې حوزې په افشارو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی دی.
یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دا چاودنه نن(یکشنبې د تلې۲مه) سهار کابو لس بجې ترسره شوې، چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په سیمه کې شاهدان وايي چې دا چاودنه هغهمهال شوې ده، کله چې د بهرنیو ځواکونو کاروان د ملي امنیت روزنیز مرکز ته د ننه کېدل.
دوی وايي چې دا برید د ډنمارکي ځواکونو پر کاروان شوی دی.
د برید مسوؤلیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي.