Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پر شپږمې حوزې د برید په ترڅ کې۲ تنه مړه او۳۰ تنه ټپيان شوي

لومړني رپوټونه رسوي چې د کابل د پولیسو په شپږمې حوزې د یوه ډله‎ییز برید په ترڅ کې ۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټيپان شوي دي.

بریدګر لومړی د شپږمې حوزې شاتنی دیوال د چاودېدونکو توکو څخه د دګ موټر  په مټ ویجاړ او لاره یې نورو بریدګرو ته پرانیسته.

بریدګر چې شمېر یې مالوم نه دی،د پولیسو د شپږمې حوزې په ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي د هغوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته څه باندې پنځه ساعته دوام درلوده.

طالبانو د دغه برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دوی د پولیسو پر شپږمې حوزې او حربي ښوونځي برید کړی دی.

له چاودنې څخه وروسته،د سیمې نېږدې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د پولیسو ځانګړي ځواکونه له چادونې څخه وروسته د پېښې سیمې ته راورسېدل او د بریدګرو د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړ.

شریک یي کړئ