Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پولیسو د بې جوازه وسلو د راغونډولو پروګرام پیل کړ

د بې جوازه وسلې د راغونډولو او د تورو ښېښو لرونکو موټرو د سپینولو پروګرام په لومړنۍ ورځ،  امنیتي ځواکونه له جدي ننګونې سره مخ شول.

ځينو دولتي چارواکو او زورواکو اجازه ور نه کړه چې د موټرو تورې ښېښې یې سپینې کړي

له دې کار سره هغه سرتېري خوابدي شول چې د دغه پرورګرام په پلي کولو کې یې ونډه لرله، لکه څرنګه چې په خپله دغه سرتېرې دغه پروګرام پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

خو له دې سره د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې دا پروګرام به په یو ډول عملي شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش وویل:«هغه کسان چې سرغړونه کوي او هغو اشارو او حکمونو ته چې د تالاشۍ په ځای کې ورته ورکول کېږي، اقدام نه کوي او نه درېږي، طبعاً له هغوی سره د افغانستان د قانون په مطابق، جدي چلند کېږي.»

له بلخوا یو شمېر هغه کسان چې وسلې او ساتونکي لري د امنیتي ادارو د پروګرام او د وسلو ګرځولو نوې تګلاره له پوښتنې سره مخامخ کوي.

یوه پانګوال مولا محمد پيمان څرګنده کړه:«په یوې طرحې دې کار وکړي چې څرګنده شي چې د پارلمان یو وکیل حق لري مثلاً درې میله وسله ولر او یو پانګوال حق لري چې یو میل وسله ولري! او موږ شاهد یوو تر پنځو میله وسله لري.»

له اجازه لیک پرته وسلو راټولولو او د موټرو د تورو ښيښو د پاکولو بهیر به څو ورځې نور هم په کابل کې روان وي له هغې وروسته به دا پروګرام په ولایتونو کې هم عملي شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د وسلو ګرځولو د نویو کارتونو ویش به هم په څلورو پړاونو کې په شپږو میاشتو کې عملي شي.

شریک یي کړئ