د کابل پوهنتون سلګونه محصلینو نن په همدغه پوهنتون کې د یوې محصلې د ځان وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ.
ځينې لاریون کوونکي ادعا لري چې زهرا خاوري د وترنرۍ پوهنځي د وروستي کال محصله وه او پایلیک یا مونوګراف یې په پرلهپسې توګه رد شوی وه، ځکه یې د زهرو په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده.
لاریون کوونکي غواړي چې د زهرا لارښود استاد او د پوهنتون د لیلیې مدیر دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.
زدهکړیال سید مجتبي په دې اړه وویل:«په کانټینر کې یې ۲۰ تر ۳۰ چرګان ساتل. یو کانټیر چې په بشپړه توګه د زړو توکو ډک وه.»
کامله د زهرا سره په یو اطاق کې وه او د زهرا د مړینې یو لامل هم د لیلې مسول بولي.
دا وایي چې زهرا په لومړیو کې بې هوشه وه او ډاکټر ته د بیولو پرمهال د لیلې مسوولې اجازه ور نه کړه.
کاملې زیاته کړه:«په ځلونو یې د خپل لارښود استاد له خوا یې د خپل پای لیک ردول اورېدل. له همدې امله یې په ځان وژنې لاس پورې کړ، کله یې چې ځان وژنه وکړه، د شپهغالي مسوولینو پرې نه ښودو چې هغه روغتون ته یوسو.»
په همدې حال کې د زهرا خپلوان د کابل پوهنتون د مسوولینو پر بې غورۍ نیوکه کوي او وایي چې زهرا روغتون ته پر وخت د نه وړلو له کبله مړه شوې ده.
د زهرا خاوري پلار یونس وايي:«هغه څوک چې دا کار کوي باید له کار څخه ویستل شي ترڅو بیا دا کار ترسره نهکړي. زما لور خو ځان وژنه وکړه او ولاړه، باید د بل چا اولاد داسې نهشي.»
دا پوهنتونونو کې د ځان وژنې لومړۍ پېښه نه ده یوه میاشت مخکې هم د بدخشان پوهنتون په لیلیه کې یو هلک او یوې نجلۍ د نامالومو دلایلو له امله ځان وژنه کړې وه.