Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار په خاک‎ریز کې ۲۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

یوې امنیتي سرچینې طلوع‎نیوز ته ویلي دي چې طالبانو تېره شپه د کندهار په خاک‎ریز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی دی.

سرچېنه زیاتوي چې د برید په پایله کې ۲۶ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰تنه نور ټپیان دي.

سرچینې نن(چهارشنبې د زمري۴مه) ویلي دي چې دا برید د ملي اردو پر کرز‎علي اډې ترسره شوی دی.

له برید  څخه وروسته ۸ سرتېرې له اډې نادرکه دي.

ویل کيږي د برید پرمهال اډه کې ۸۲ تنه وو، او نورو سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه پورې دا خبر د کومې بلې سرچینې لخوا په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی.
طالبانو د برید مسوؤلیت منلی.

یوې امنیتي سرچېنې طلوعنیوز ته ویلي دي چې دې برید کې ۲۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ديرش تنه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ