Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګذار غورځنګ د افغانستان د ژغورنې له ایتلاف سره یوځای شو

د ګذار غورځنګ غړي په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ژغورنې له ایتلاف سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.

د افغانستان د ژغورنې په ایتلاف کې مهم غړي د بلخ والي عطار محمد نور د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق دي.

د ګذار غورځنګ یوه غړي هارون معترف په دې اړه وویل:«د ګذار غورځنګ له ډېرې مطالعې په ځانګړې توګه د سیاسي خوځښتونو، ګوندونو، او سیاسي جوړښتونو له مطالعې او محوري پروګرامونو ته په پام سره، د افغانستان د ژغورنې اتیلاف په نامه جوړ شوی، دې پایلې ته ورسېدو چې تایید او ملاتړ یې وکړو.»

له دې ټولو سره سره د دغې غونډې ویناوال وایي چې حکومت د ملي یووالي حکومت، د رامنځته کېدو د هوکړې په عملي کولو کې پاتې راغلی.

ویناوال ادعا کوي چې حکومت په لوی لاس نه غواړي ټاکنې پر خپل وخت وشي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند سرپرست محمد ناطقي څرګنده کړه:«په نورو برخو کې د بېلګې په توګه، د اساسي قانون تعدیل چېرته دی، لویه جرګه چېرته ده، او همداسې ټاکنې په کوم وضعیت کې دي؟ دا هغه مسایل دي چې موږ یې یو بلې دورې ته لېږدوو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي وویل:«د درې کلونو په تېرېدو سره، یقین ته ورسېدو، چې د عامو خلکو له دوکه کولو او ځان ته د پیسو له غونډولو څخه پرته بل څه نه دي.»

د ګذار غورځنګ د زنبق په څلور لارې کې د خونړۍچاودنې په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو د پاتې کېدو په غبرګون کې له اعتراضونو وروسته رامنځته شوه او وایي چې د افغانستان د ژغورنې ایتلاف سره د یوځای کېدو موخه یې دا ده چې د اصلاحاتو لپاره پر حکومت فشارونه راوړي.

د ګذار غورځنګ څو میاشتې وړاندې په کابل کې د ځينو ځوانانو له خوا جوړ شو خو د افغانستان د ژغورنې لپاره اتیلاف، د روان زیږدیز کال د جون میاشتې په وروستیو کې د جنرال دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، احمد ضیا معسود له خوا رامنځته شوه.

شریک یي کړئ