د ملي امنیت ریاست نن سېشنبې (د لیندۍ په ۱۴ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د القاعده تر ټولو لوړپوړی غړی عمر خطاب وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په عزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې د ملي پوځ، ملي امنیت او د پرېکنده ملاتړ ماموریت د ګډ پوځي عملیات په ترڅ کې په افغانستان کې د القاعدې د لوړپوړي په عمر منصور مشهور عمر خطاب په ګډون د دغې شبکې ۸۰ تنه وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې عمرخطاب له د دغې څانګې له مشر عاصم عمر څخه وروسته، د هند په ټاپووزمه کې د القاعده له مهمو مشرانو څخه وه چې اوس په افغانستان کې وژل شوی.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دغو عملیاتو کې، د القاعدې شبکې ۲۷ غړي نیول شوي او د هغوی پنځه مهمې اډې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
ویل کېږي چې د وژل شویو په منځ کې په خرم کیاني مشهور قاسم، حسن حمزه او جنید په افغانستان کې د دغې شبکې مهم غړي او همدارنګه د دغې ډلې پوځي مسوول مصطفي له درې پنجابي او دوه سیمهییزو طالبان په ګډون شامل دي.
په خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو په اړه نور جزئیات وړاندې شوي نه دي.