Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۲حوزې استخباراتو مدیر د بریدهوډ په تور نیول شوی

د کابل دولسمې حوزې د استخباراتو مدیر د خبریال، سنګر نیازي د ترور هوډ درلودو په تور نیول شوی دی.

دی چې د ملي ټلویزیون پخوانی خبریال دی وايي چې د یادې حوزې د استخباراتو مدیر کله چې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست لخوا ونیول شو، هغه کس ته وسلې ورکولې چې د نوموړې د وژلو لپاره ګمارل شوی وه.

طلوع‎نیوز ته رسېدلي لیک کې هم ویل شوي دي چې د دولسمې حوزې د استخباراتو مدیر په یاد تور نیول شوی دی.

له دې خبریال سره سندونه ښیې چې د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمنو سره د مبارزې رئیس د کابل دولسمې امنیتي حوزې د استخباراتو  مدیر له نیولو وروسته لوی څارنوالۍ ته ور پيژندلی دی.

ښاغلی سنګر په دې اړه وايي:«د ټلفوني خبرو پرمهال کله چې له ترهګر سره خبرې کوي وايي چې دروازه یې وټکوه کله چې سنګر نیازی وه ویې وله او بیا یې د کورنۍ غړي په یوې کوټه کې بندې او له ماشومانو سره یې ووژنه.»

ښاغلی سنګر وايي، په حکومت کې د پنځم ستون په اړه څو ځله ویل شوي خو دا کار ددې ښکارندويي کوي چې حکومت کې پنځم ستون شته دی.

تراوسه لا روښانه نده چې د دولسمې امنیتي حوزې د امنیت مدیر له ترهګرو سره تړا ولري کنه، خو له دې وړاندې په امنیتي ځواکونو کې د وسله والو نفوذي کسانو دشتون په اړه ویل شوي دي.

سناتور، جمعه‎الدین ګیانوال وویل:«که دا خبره ثابته شي چې داستخباراتو افسر لاس لري، نو باید د خلکو ترمخې ورته سزا ورکړل شي تر څو نور عبرت واخلي.»

همداراز د مشرانو جرګې غړې، فوزیه څمنګۍ زیاتوي:«ډېره خطرناکه ده چې دښمن د دوست په څېره کې راځي او دا به بدې پایلې ولري.»

د دولسمې امنیتي حوزې د امنیت مدیر اصلي د لغمان اوسیدونکی دی چې ۲۹ کاله عمر لري  هغه مکتوب کې چې دی لوی څارنوالۍ ته ور پيژندل شوی  پکې راغلي ددغه افسر یوغږیز پيغام کې خپلو کسانو ته امر ورکوي چې ښاغلی نیازی ترور کړي.

طلوع‎نیوز ته رسېدلي لیک کې هم ویل شوي دي چې د دولسمې حوزې د استخباراتو مدیر په یاد تور نیول شوی دی

شریک یي کړئ