Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راتلونکي جنګي فصل کې له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ دوه برابره کېږې

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي چې د جګړې په راتلونکي موسم کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ دوه برابره زیاتوي.

جنرال جان نېکلسن وایي، د هوايي ځواکو موخه دا ده چې د افغانستان دننه د جګړې په ډګر او په بهر کې پر ترهګرو ډلو فشارونه زیات کړي.

ښاغلي نېکلسن زیاته کړه:«د جګړې په راتلوونکي فصل کې موږ له افغان ځواکونو خپل هوايي ملاتړ دوه برابره زیاتوو، ځکه ترڅو موږ افغان ځواکونو ته لازیات امکانات او بلک هاک چورلکې ورکوو، دا بهیر څو کاله وخت نیسي، موږ هڅه کوو د دې چورلکو افغان پیلوټان او انجینران هم سم وروزل شي.»

نېکلسن همدارنګه طالبانو ته په نغوتې وویل غوره ده چې دغه ډله د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شي، ځکه چې خبرې اترې د زور له کارولو غوره او بهتره دي.

جنرال نېکلسن زیاته کړه:« هیله لرو چې طالبان د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه واخلي، ځکه د سولې بهیر د اختلافاتو د هواري لپاره له وسلې ښه لاره ده، د دې کار لپاره به زموږ هڅه دا وي چې د جګړې په ډګرونو او له افغانستانه بهر د دوی پر پټن‎ځایونو فشار راوړل شي او همداراز د ټاکنو له لارې پر طالبانو ټولنیز فشار به د دې لامل شي چې د خپلو کورنیو ترڅنګ ښه راتلونکی ولري.»

تمه کېږي چې د جګړې په راتلونکي فصل کې د امریکايي ځواکونو د هوايي ملاتړ په دوه برابره کېدو سره د افغانستان د جګړې د ډګر وضعیت بدل شي.

خو د هېواد هوايي ځواک پر خپلو پښو درېدو ته تراوسه هم اوږده لاره په مخکې لري، ځکه د پيلوټانو او انجینرانو روزل به ډېر کلونه وخت ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو په کار کې د امریکايي ځواکونو هوايي مرستې ارزښتمنې بولي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وايي:«ډېر زیات ګټور دی او په راتلوونکي کې هم دا مرستې درې برابره زیاتوالی مومي.»

ملي دفاع وزارت هم له نړیوالې ټولنې غواړي، چې سږ کال پر ترهګرو ډلو او د هغوی پر ملاتړو فشارونه زیات کړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«امریکايي ځواکونه له ځانګړې ټکنالوژۍ څخه برخمن دي چې له موږ سره مرسته کوي ترڅو ترهګر چې په هر ځای کې وي په نښه کړو.»

ټاکل شوې امریکا د افغان هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره تر راتلوونکو درېیو څلورو کلونو پورې څلور میلیارد ډالر مرسته وکړي.

په دې مرستو کې به افغان ځواکونو ته د الوتکو او چورلکو پېرل او د پيلوټانو او انجینرانو روزل شامل وي، خو یوه د یادونې خبره دا ده چې لا هم د جنګي جېټ الوتکو کمښت او د رادار نشتوالی د افغان هوايي ځواک بنسټیزې نیمګړتیاوې دي.

شریک یي کړئ