Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رباني: مسکو ژمنه کړې چې له طالبانو سره اړیکه د سولې په موخه ده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاح‎الدین رباني نن( یک‎شنبې د کب۲۹مه) کابل کې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکو ته په اشارې وویل چې مسکو د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړی دا چې له طالبانو سره خبرې اترې یې یوازې د سولې میز ته د دوی راوستل دي.

په همدې حال کې ښاغلی رباني د داعش ضد مبارزې ناسته کې د ګډون په موخه واشنګټن ته ولاړ.

د روان کال په اوړي کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د همکارۍ په اړه رپوټونه خپاره شول.

په دې لړ کې روسیه د دغو همکاریو په تړاو تر ډېره تورنه شوې ده، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي مسکو په دې اړه کابل ته روښانه پيغام ورکړی دی.

صلاح‎الدین رباني په دې اړه وویل:«د دوی په وینا(روسیې چارواکو) تاسو ته وایم چې(ویلي یې دي) زموږ اړیکه لا طالبانو سره یوازې د سولې خبرو اترو ته د افغانستان له دولت سره د دوی هڅول دي.»

ښاغلی رباني ټینګار کوي د مسکو او طالبانو اړیکې به له دې پراخې نشي.

نوموړي زیاته کړه:«د روسیې لخوا د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ، له ترهګرۍ سره مبارزې او د قاچاقو مبارزې په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه او دا یې هم اعلان کړه چې د طالبانو په توګه نورې ډلې مسکو ته مشروعیت نلري او نه یې درلود.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې کابل له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له بل هر وخته زیات د سیمې د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.

پخوانی پوځي، عتیق‎الله امرخېل څرګندوي:«له طالبانو سره نېږدې کېدل، نه یوازې چین او روسیې ته ګټه نلری؛ برخلاف به طالبان پیاوړي کړي او دا لامل دیچې دا سیمه په خطر کې ده. کال باید دا موضوع په روښانه توګه خپلو ګاونډیو ته وروپېژني.»

د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې د سیمې د هیوادونو رول تل مهم بلل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي د چین په منځګړیتوب د سولې د څلور اړخیزو ناستو په شان هڅو ته پاملرنه د بل هر کار په پرتله په افغانستان او د سیمې په نورو برخو کې جګړې ته د پاي ټکی ایښودلی شي.

د روان کال په اوړي کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د همکارۍ په اړه رپوټونه خپاره شول

شریک یي کړئ