Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسي پلاوي دډیورنډ هغې غاړې دطالبانو له روزنیزو مرکزونو لیدنه کړې

د پاکستان له قبایلي سیمو څخه د یوه روسي پلاوي د لیدو په اړه د هېواد په سوېل ختیځ کې د ۳۰۳ حوزې قومندان وايي چې تېره اوونۍ یو شمېر بهرنیو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د طالبانو له روزنیزو مرکزونو څخه یې لیدنه کړې ده.

د پولیسو د ۳۰۳ حوزې قومندان اسدالله شیرزاد په دې اړه وویل:«د ترهګرو او طالبانو په مرکزونو کې له هغوی سره یوځای لیدنه کړې ده.»

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازی نادر خان کټوازی وايي:«هغه کسان چې له هغه ځای څخه راغلي وايي چې دغه پلاوي له طالبانو سره لیدلي دي،خو دا چې له طالبانو سره د وسلې مرسته یې کړې یا کوي یې او یا هم د همکارۍ ژمنه یې کړې ده په دې اړه مالومات نه‎شته.»

روسیې له دې مخکې تر ډېره د افغانستان له شمالي سیمو سره لېوالتیا لرله، ځکه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان پوله روسیه هم له افغانستان سره تړي، خو د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو د دغه روسي پلاوي لیدنه د پوښتنې وړ ده.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهید فرید څرګنده کړه:«له بده مرغه روسیه یوې نیابتي جګړې ته راننوځي چې افغانستان یې له کلونو راهیسې د هغه قرباني دی.څه باندې ۴ لسیزې کېږي چې موږ موږ د نبابتي جګړې قرباني یوو او دغه نیابتي جګړه د سیمه‎ییزو استخباراتو ترمنځ دی او دسیسه ده چې پاکستان د روسیې په راکاږلو سره په افغانستان کې نیابتي جګړې ته مخه کوي.»

مسکو له دې مخکې له طالبانو سره اړیکې تأیید کړي او ویلي یې دي چې دا اړیکې د افغانستان د سولې او د روسیې د امنیت لپاره ترسره شوي دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد ناطقي وايي:«دواړه هېوادونه پاکستان او روسیه هڅه کوي چې په یو ډول له طالبانو څخه ملاتړ وکړي.خو په ټول کې دا شان خوځښتونه او تګ راتګ له بده مرغه د افغانستان له سولې سره مرسته نه‎شي کولای.»

له دې سره سره داسې اندېښنې شته که روسیه له واشنګټن سره د مقابلې لپاره بیا هم په افغانستان کې فعالیت پيل کړي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

شریک یي کړئ