Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رولا غني له کورنیو وغوښتل کم عمرۍ کې ودونو ته د پای ټکی کېږدي

د ولسمشر مېرمن نن سې‎شنبې (د وري په ۲۹ مه) له یو شمېر حکومتي چارواکي او د بهرنیو ادارو له  استازو سره د جبري ودونو د پای ته رسولو لپاره د ملي عمل پروګرام د پلي کولو د څرنګوالي په غونډه کې په ځوانانو او تنکیو ځوانانو کې د کم عُمره او جبري ودونو په اړه اندېښنه څرګندوي. د ولسمشر مېرمن جبري ودونه یوه دردونکې ښکارنده بولي.

رولا غني وویل:«هغه نجوني چې قانوني سن ته نه وي رسېدلي باید ودونه ونه کړي،د امیندوارۍ توان نه‎لري او دغه کم عمره نجونې  مرګ ګواښيي.له همدې امله دی چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.»

نړیوالې ادارې هم د افغان حکومت لخوا د ملي عمل پروګرام له پلي کولو هرکلی کوي او د کورنیو لخوا د دغه بهیر پر عملي کولو ټینګار کوي.

د کاناډا سفیر کېنېټ نیوفیلډ څرګنده کړه:« لوستې نجونې، د ښه ژوند لپاره توانمنۍ او وړتیاوې ترلاسه کوي، عاید لرلای شي او کولای شي چې خپل ماشومان هم باسواده کړي، دوی په ټولنه کې د سولې له راوستو سره مرسته کولای شي ترڅو ښه ژوند ولري، د سواد ګټې دا دي چې نجونې د واده کولو د وخت په اړه د پرېکړې توان ولري.»

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردک هم وايي:«که‎چېرې دغه پروګرام عملي شي د ښځو او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی هم پای مومي.»

د مرکزي احصایې ادارې د رپوټونو له مخې په هېواد کې له ۱۵ تر ۱۹ کلنۍ پورې څه د پاسه ۱۷ سلنه نجونې او له ۲۰ تر ۲۴ کلنۍ پورې کابو ۶۲ سلنه نجونې واده شوې دي.

نړیوالې ادارې وايي چې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۷۰۰ مېلیونه مېرمنې په ماشومتوب کې واده کېږي چې د نړۍ د ټولو مېرمنو ۱۰ سلنه جوړوي.

شریک یي کړئ