د زابل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د دې ولایت ارغنداب ولسوالۍ د اردو رئیس ارکان او د ملي اردو یوه سرتېري له طالبانو سره په نښته کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا دا نښته نن(چهارشنبې د وري۲۳مه) شوې ده.
د ارغنداب ولسوال، برات خان وویل چې په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لا هم نښته روانه ده.
له بلې خوا د یاد ولایت په صفا ښار کې پر پولیسو د طالبانو په برید کې دوه پولیسو سرتېري ټپیان شوي دي.
د طالبانو مرګ ژوبلې په اړه مالومات نشته او نه هم دې ډلې د نښتو په تړاو څه ویلي دي.